زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/12/20 - 07:48:0
زيارة: 208
مشاركة مع الـأصدقاء

نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟
 نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟

ګڼ افغانان وايي د کابل- کندهار پر لویه لار د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت هغه ستونزې او سرغړونې دي، چې له کلونو وروسته هم حل شوې نه دي.

چهارشنبه په غزني کې پر دغه لار له ټانکر او لارۍ موټرو سره د دوو مسافروړونکو موټرو د ټکر په پېښه کې تر ۵۰ زیات کسان مړه شول او تر ۷۰ زیات نور ټپیان شول.

دواړه پېښې د چهارشنبې ماښام مهال له یو بل څخه نږدې ۱۵ کیلومتره واټن کې، یوه د غزني د مرکز په شهباز او بله د اندړو ولسوالۍ په ناني ساحه کې شوې ده.

په کابل کې ایمرجنسۍ روغتون ویلي د دې پېښې ۲۱ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شي، چې ورپسې څو نور ټپیان هم په خراب حالت کې ور رسول شوي او جدي ټپیان په عاجله څانګه کې تداوي کېږي.

محمد نبي افغان چې د کابل- کندهار پر لویه لار د ځمکني ټرانسپورټ شورا مرستیال و، ازادي راډیو ته وویلد موټر چلوونکو ناسم موټر چلول، دویم، د شرکتونو نه مدیریت، درېیم یې د سړکونو نه جوړېدو په اړه د فواید عامې وزارت تګلارې دي، دا هرڅه د دې سبب شوي، چې دغسې پېښې وشي.»

ځینو کسانو شکایت کړی، چې د بس موټرو ځینې چلوونکي له نشه يي موادو هم کار اخلي، چې دې کار هم د ټرافیکي پېښو په زیاتوالي کې عمده رول لوبولی دی.

بلخوا د ټرافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ عمومي مدیر عبدالودود خیرخواه پرون ویلي، چې د زیاتو پېښو علت د چلوونکو بې احتیاطي ده. نوموړي زیاته کړهکله چې چلوونکي له مرکزي سړکونو، یعنې هغو مسیرونو چې د ټرافیکو پولیس تر څار لاندې دي یا هم کله چې د کابل له خروجي دروازو ووځي، تر هغو چې د یوه ولایت دخولي دروازې ته رسېږي، ټرافیکي قواعدو او مقرراتو ته هېڅ ډول پام نه کوي. له قانون سرغړونه کوي چې دا کار د ټرافیکي پېښو سبب کېږي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت پرون د وروستیو ټرافیکي پېښو په تړاو د دوو ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیت د ځنډولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم د تازه پېښو په غبرګون کې له چلوونکو د پوره احتیاط غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون په یوه ویډیويي پیغام کې د دغه وزارت د مشرتابه په حواله وویل: له ټولو ټرانسپورټي شرکتونو او چلوونکو غواړي چې د تګ راتګ پر وخت له پوره احتیاطه کار واخلي، چې راتلونکي کې د دغسې غموونکو پېښو بشپړ مخنیوی وشي.

د قانع په وینا : د سرغړونې په صورت کې به د دغسې پېښو د رامنځته کېدو هر ډول مسوولیت د ټرانسپورټي شرکتونو او اړوندو چلوونکو پر غاړه وي.

د کابل- کندهار پر لویه لار وخت ناوخت دغسې ټرافیکي پېښې کېږي او دا پېښې په وروستیو کې هم کمې شوې نه دي.

دا هغه لویه لار ده چې د کتونکو په وینا، طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د جمهوریت د واکمنۍ پر مهال د هغې اکثریت لوی پلونه او پلچکونه په بمونو والوزول او وخت ناوخت یې لار بندوله او ځینې کسان یې د دولت د همکارۍ په تور له موټرو کښته کول.

ځینې شنونکي وايي که څه هم دغه لار اوس د طالبانو د ټولګټو وزارت له خوا جوړېږي، خو د دوی په وینا د رغونې معیارونه په پام کې نه نیول کېږي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34914






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی


په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو